کابل باختردثور دمياشتي٢٢ نيټه :
په هلمندولايت کې دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ شپږتنه غړي ووژل شول .
دغه پيښه پرون مازيګر دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتو کې له هغه وروسته رامنځته شوه چې دملکي وګړودسپرلۍ يو موټر دوسله والو طالبانو له خوا په يو ايښودل شوي ماين وخوت .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي ٍباختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې ديوې ښځې ،څلورو ماشومانو اويوه نارينه په ګډون شپږتنه وژل شوي دي .
احمدي وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل .