امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابلباختر ثوردرويشتمه
پنځه تنه وسله وال مخالفين له افغان امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونوپه تيرو څلرويشتو ساعتوکې دننګرهار،بغلان،کندز،بدخشان ،قندهار،ميدان وردګو ،غزني ، فراه اود هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له ا مله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول، شپږ تنه ټپيان او اووه ويشت تنه نور طالبان ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندا زه سپکې او درندې وسلې ، څلرويشت ډول ډول ماينونه څلور موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دپکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو د وسايطو ضد درې ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت د وازې خوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې نوى ځاى پرځاى شوي وو کشف اوشنډ کړل، اود کابل ولايت د امنيې قوماندا نۍ پوليسو دوه تنه د وژنې او غلا په تور د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو اود سرو بي په ولسوالۍ کې نيو لي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته