امنیت

دپاکستان دسرحدي تحرکاتو په نسبت د قندهار دامنيه قوماندان غبرګون

کابل باختر د کب څلورمه :
دقندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دپاکستان د وروستيو سرحدي تحرکاتو په غبرګون کې خپلو ځواکونو ته د تيارسي امر کړى دى .
جنرال رازق چې دغه راز  دهېواد په جنوب کې دپوليسو دځواکونو  دعمومي قوماندان  کار کوي امنيتي  ځواکونو او په تيره بيا سرحدي ځواکونوته يې  لارښوونه کړې ده  چې د ډيورنډ په کرښه کې دپاکستان  سرحدي تحرکاتو ته ځواب ورکړي .
  پاکستاني پوځيانو په دې وروستيو وختو کې  په ډيورنډ کرښه کې په يولړ تحرکاتو لاس پورې کړى دى  چې راکټي او توپچي بريدونه د دغو تحرکاتو يوه برخه ده .
  دغه راز  دډيورنډ کرښې له ځينو سيمو څخه رپوټ ورکړ شوى دى  چې دپاکستان سرحدي ځواکونو دافغانستان دخاورې په ځينو سيمو کې دپوځي تاسيساتو په جوړولو اقدام کړى دى.
په همدې حال کې دافغانستان پوځي مقاماتو ددغو تحرکاتو په غبرګون کې ويلي دي  چې هر راز تحرکاتو ته به ځواب ورکړي .
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت  دپاکستاني سرحدي ځواکونوله خوا د تحرکاتو او دراکټي بريدونو په زياتوالي سره  په کابل کې  ددغه هېوادسفير راوباله او په دې باب يې دافغانستان داعتراض مراتب ده ته وسپارل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته