امنیت

په ننګرهارکی د داعش په وړاندې دپوځي عملیاتو پیل کیدل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٤ :
د داعش دځپلو په موخه د شاهين ۲۵ په نوم عمليات پيل شول.
د ملکي او نظامي ادارو وياندويانو د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې نن د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو په موخه د شاهني ۲۵ په نوم عمليات پيل شول.
د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې د نظامي شورا په هلو ځلو او د جمهور رئیس د ځانګړي حکم له مخې د ننګرهار ولايت په هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې د داعش وسله والې ډلې له منځه وړلو په موخه د شاهين ۲۵ په نوم عمليات پيل شول.
نوموړي وويل، چې په دغو عملياتو کې د بهرنيو ځواکونو هوايي مرسته هم شامله ده.
ده وويل، چې کومې سيمې د دغه عملياتو پر مهال له وسله والو پاکيږي په هغو سيمو کې به د ملي امنيت ادارې له لوري پاڅون کوونکي ځاى پر ځای کيږي او بشپړ تجهيزات به په واک کې ورکول کيږي.
هغه وويل، چې په يادو ولسواليو کې به تر عملياتو وروسته يو شمېر پروژې هم تطبيق شي.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند ډګرمن شيرين اقا وويل، چې دغه عمليات نن سهار د ننګرهار په دوو ولسواليو هسکې مېنې او کوټ کې پيل شول، چې وروسته به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.
نوموړي وويل، چې دغه عمليات به تر هغې دوام وکړي ترڅو ټولې سيمې د داعش وسله والو څخه په بشپړ ډول پاکې شي
د امنې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وويل، چې په دغو عملياتو کې پوليس هم د ملي اردو سره برخه لري او په کومو سيمو کې، چې پاڅون کوونکو ته پوستې جوړيږي دوی به ور سره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته