ټولنه

ډاکتر کمال سادات : دهېواد ځوانان دې په يو والي او پيوستون سره دسولې دتامينولو لپاره هڅه او هاند وکړي .

کابل باختر دتلي پنځلسمه :
دهېواد ځوانان بايد له هر راز  سمتي ژبنيو او ګوندي ګرايشونو پرته په يو والي او پيوستون سره په هېواد کې دجګړې دبندولو او دسولې دتامينولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
دغه ټکى داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او ددغه وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دپکتيکا   دځوانانو له متحدې شورا سره په يوه غونډه کې بيان کړ .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې په دې غونډه کې چې دسولې په بهير کې دځوانانو درول تر عنوان لاندې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړه شوه ډاکتر کمال سادات ځوانان په جګړه کې دټولنې ډير زيانمنونکي قشر وباله او ويې ويل  دا دهېواد ځوانان دي  چې په هېواد کې د روانو جګړو له امله زيات زيان زغمي   اوبايد دهېواد دغه برخليک  ټاکونکي قشر ټول دسولې دتامينولو په لاره کې يو موټي شي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هغو ځوانانو څخه چې ددولت دوسله والو مخالفينو ترڅنګ ولاړ دي وغوښتل چې دجګړې او ورور وژنې پرځاى دې راشي  دهېوا د نورو ځوانانو تر څنګ په زده کړې  او تعليم لاس پورې کړي چې هغوى هم دهېواد دبيا جوړولو په لاره کې خپل پور اداکړي .
ډاکتر کمال سادات څرګنده کړه چې دهېواد دسرتيرى او د هېواد په وړاندې جنګيدل له تباهۍ او له راتلونکې تورتم پرته بله نتيجه نلري .
په دې غونډه کې داجراييه رياست سلاکار غازي نواز وويل موږ بايد ځوان سولې ته وهڅوو او په هېواد کې ټول ميشت کسان سولې ته اړتيا لري په تيره بيا ځوان نسل .
  دعدالت ګوند رييسې ډاکترې حميدې وردګ په هېواد کې دسولې تامينول دافغان مسووليت وباله او ويې ويل چې په دې کار کې يواځې  په خپله افغانان کولاى شي چې بريالي شي .
دپکتيکا دځوانانو دمتحدې شورا رييس شير احمد فيضي ددغې غونډې دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه شان پروګرامونه کولاى شي  چې دځوانانو ذهن  او فکر له جګړې او تاوتريخوالي څخه دسولې او امنيت تامينولو ته واړوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته