کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
څلور تنه ملکي وګړي په لغمان ولايت کې د ماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دغه پېښه پرون ناوخته په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ په کاروان د ماين چاودنه وشوه .
د لغمان ولايت يوه امنيتي خبرځاى باختر اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
د لغمان ولايت د يوه روغتون ډاکترانو ددغې چاودنې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تر اوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .
ختم_ عطاالله _ اکرم