سیاست

جمهوررئیس غني د چین له جمهوررئیس شي جینګ پينګ سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې٢١نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني چین ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ د دغه هېواد له جمهوررئیس شي جینګ پينګ سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د چین جمهوررئیس شي جینګ پینګ وویل، موږ باید هڅه وکړو چې دوه اړخیزې اړیکو مو لا پياوړي شي، دا زموږ یو اساسي اصل دی چې له افغانستان سره همکاري پراخه کړو ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
د چین د ولسي جمهوریت جمهوررئیس د سولې، ثبات او اقتصادی پرمختګ په برخه کې د جمهوررئیس غني هڅې وستایلې او د هغه د سولې له وړاندیز او موقت اوربند څخه یې ملاتړ وکړ، وې ویل: دا چې طالبانو د موقت اوربند هرکلی کړی دی دا د افغانستان او سیمې لپاره ښه خبر دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، موږ د سولې هدف ته نږدې یو، خو د دوستو هېوادونو همکاري به دغه هدف ته موږ نور هم نږدې کړي.
جمهوررئیس غني د چین د ولسي جمهوریت د جمهور رئیس د هغو هلو ځلو قدرداني وکړه چې له مخې یې د امریکا جمهوررئیس او د هند له صدراعظم سره په ملاقاتونو کې د افغانستان په اړه د دغو هېوادونو ترمنځ د لا نږدې همکاریو سپارښتنه کړې وه.
په دې کتنه کې دواړو جمهوررئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ  په دومدارو خبرو ټینګار وکړ، تر څو په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې اړیکې لا پسې ژورې او پراخې شي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته