امنیت

په کابل کې درې تنه د غلا په اړوند ونيول شول

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
پوليسو نن درې تنه د کابل ښار له ١٨مې ناحيې څخه د پيسو او سرو زرو د غلا په اړوند ونيول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: پوليسو په دوو جلا جلا عملياتوکې د کابل ښار د اتلسمې ناحيې د استوګنې له يوه کور څخه درې تنه د ٧٠٠ زرو افغانيو نغدو پيسو او يوې اندازې سرو زرو د غلا په اړوند  ونيول.
له نيول شويوکسانو څخه يوه تومانچه هم د پوليسو لاس ته ورغلې ده.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته