ټولنه

په غور کې د اته ويشتو کيلومترو په اوږدوالي په سړک کريړ واچول شو

کابل باختر د مرغومي څوارلسمه : په غور ولايت کې د اته ويشتو کيلومترو په اوږدوالي په سړک د کريز اچولو کار په دې وروستيو وختوکې بشپړ او دغه سړک پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شو . دغور ولايت د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس انجنير محفوظ الله فکور باحتر آژانس ته وويل چې دکليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د لارې جوړولو له پروګرام څخه د کابو لسو ميليونوافغايو په لګښت په دغه سړک د فيروزکوه د مهاجرينو له ښارګوټي څخه د شاه تيغ ترغاښې پورې کريړ اچول شوى دى . دغور دوالي مرستيال حبيب الله رادمنش د دغه سړک د جوړولو دکار دپرانستلو په بهير کې دفيروز کوه ښار دشمال اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ، هڅه کيږي چې دغه پروژه د چارسدې تر ولسوالۍ پورې وغځيږي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته