نړۍ

ملالې يوسفزى د درملنې لپاره بريتانيا ته واستول شوه

اسلام آباد – باختر دتلې ٢٤
څوارلس کلنه تنکۍ پيغله ملالې يوسفزى چې تيره اوونۍ دطالبانو په بريد کې ټپيى شوه؛ د درملنې لپاره بريتانيا ته واستول شوه.
دپاکستان د دان ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه ټکى دعمومي خدمتونو د اړيکو له خوا نن په يوه وينا کې خپور شوى و.
په دې وينا کې ويل شوى دى چې بريتانيا ته ملالې يوسفزى د استولو لپاره تصميم ددې دکورني له غړو سره له سلامشورو وروسته نيول شوى دى او ددغې درملنې لګښت دپاکستان حکومت په غاړه اخستى دى .
دا په داسې حال کې ده چې پرون يو هوايي امبولانس بهرته د احتمالي پروګرامونو ديوې برخې په توګه دملالې دليږدونې لپاره له عربي متحده ايالاتو څخه پاکستان ته رسيدلى و.
دپاکستان دولت ويلې دي چې څوارلس کلنې زده کوونکې ته دعربي متحده اماراتو دسلطنتي کورنۍ له خوا هوايي امبولانس د ډاکترانو له تصميم وروسته ليږدول شوى دى.
دجنرال بجوا پوځي ويندوى د ډاکترانو له خولې دملالې دحالت دڅارنې په دوام ويلى دى چې ديوسفزى د روغيتايي شرايط، دڅيړنې له مخې ،ډاکتران ددې د روغتيايي حالت له امله خوښ دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته