کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر
امنيتي منسوبينو پرون په فراه کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز غړى ونيو.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو فعال غړى ملا موسى چې د فراه په پشت رود او څېرمه کليوکې يې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې مهم رول درلود؛ امنيتي منسوبينو د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند کُرجي کلي په مربوطاتو کې ونيو.
محب وويل: دغه کس په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف وکړ چې پر امنيتي پوستو د څو تروريستي بريدونو په سازمان ورکولوکې يې لاس لاره.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ