ټولنه

په کندز ښار کې ديوه سترجامع جومات دجوړلوکار پيل شو .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
دکندز ولايت دسردورې په ساحه کې يوجامع جومات نوى جوړيږي .
په دغه جومات کې به په يوه وخت کې  څه ناڅه زره تنه لمونځ کوونکي ځاى شي .
دکندزولايت دحج او اوقافو رياست استازي مولوي محمد يعقوب  دباختراژانس خبريال ته وويل: ددغه جومات  دجوړولو کار نن دديني علامانو او دسيمې دخلکو له خوا پيل شو .
دده دڅرګندونوله مخې  په دې جومات کې به دورځنيو  عباداتو تر څنګ دهېواد بچيان داسلامي تعليماتو په زده کړې لاس پورې کړي  او زموږ ځوانان به نور داسلامي  تعليمات  زده کړې لپاره دګاونډيو هېوادونوته دورتګ اړتيا ونلري .
  ويل کيږي چې ددغه جومات دجوړولو لګښت دسيمې  دخلکو او دکندز ولايت ددبيندارو خلکو له خوا ورکول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته