امنیت

پوليسو په بلخ ولايت کې درې تنه انسان تښتوونکي ونيول

مزارشريف – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
د بلخ ولايت پوليسو د يوه ملي سوداګر د تښتونې مخه ونيوله.
درې تنه انسان تښتوونکي پرون مازيګر کله يې چې غوښتل يو ملي سوداګر زړګى کامګار وتښتوي؛ د پوليسو له خوا ونيول شول.
دبلخ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحمتي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغو انسان تښتوونکو د زړګي کامګار د سپرلۍ موټر د حيرتانو په لاره کې ودراوه او له وهلو ټکولو وروسته يې دى بيهوشه کړ او غوښتل يې چې له ځان سره بوځي؛ ددغې ساحې د پوستې دپوليسو له خوا يې مخه ونيول شوه او د پيښې عاملين ونيول شول.
يوه اړونده خبرځاى زياته کړه: تورن کسان چې د سمنګانو ولايت اوسيدونکي دي؛ د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په روان کال کې ٢٧ تنه د تښتونې د قضيو په اړوند په بلخ ولايت کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته