جلال آباد باختر دتلې دمياشتې دويمه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه له درې سوه راستنو شويوکورنيو سره مرسته وشوه .
په دې پړاوکې له هرې کورنۍ سره شپږ زره افغانۍ د خوړو د نړيوال سازمان له خوا مرسته وشوه .
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي باختر آژانس ته وويل: دغه کورنۍ نوي له پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ