نړۍ

يرغلګرو په پاکستان کې پر «پنځه ستوری» هوټل بريد وکړ

اسلام اباد/ جيو نيوز/ باختر د ثور ٢٢مه :
درېيو تنو وسله والو طالبانو د پاکستان د بلوچستان ايالت د ګوادر ښار هوټل د پيريل کانتيننتال پر «پنځه ستوری» هوټل بريد وکړ او له امنيتي ځواکونو سره ونښتل.
په بلوچستان کې امنيتي مقاماتو ويلي دي چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته پيل شو او د هوټل زيات ميلمانه ژغورل شوي دي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې په دې بريدکې د سر زيان اوښتى دى، خو مشخص شمېر يې د رسنيو په وا ک کې نه دی ورکړ شوی خو مقاماتو د هوټل د يوه تن ساتوونکي وژل کېدل تاييد کړي دي .
د بلوڅو د آزادي غوښتوونکې اردو په نامه دبلوڅو يوه بيلتون غوښتوونکي ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى .
دغه هوټل په وروستيو کلونوکې د چين په مرسته دپاکستان له خوا جوړ شوى دى چې زياتره بهرني اتباع او چينايي کارکوونکي په کې شپې سبا کوي .
د ګوادر ښار د بلوچستان ايالت د مرکز کويټې ښار د جنوب لويديځ په ۷۰۰ کيلومتري واټن کې موقعيت لري.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته