اقتصاد

دګازو دبيو لوړوالي کابل ښاريان انديښمن کړي دي .

کابل باختر د ليندي اتمه :
کابل ښاريان له اړوندو دولتي ادارو څخه غواړي چې په جدي ډول دي په ښار کې دګازو بيې وڅاري .
دغه ښاريان وايي سره له دې چې دسوداګرۍ او صنايعو وزارت دنفتي توکو او داوبلن ګازو بيه په بازارکې يوه کيلو په شپيتو افغانيو اعلام کړي ده خو وړاندي کوونکي يوه کيلوګاز له پنځه اويا افغانيو څخه تر اتيا افغانيو پوري پلوري .
  ځينې کابل ښاريان له باختراژانس سره په اړيکه کې ادعاکوي چې اړونده مسوولين په خپلوژمنو عمل نه کوي او په ښار کې دګازو دمرکزونو نه څارنه  ددې سبب شوي ده چې پلورونکي  يوه کيلو اوبلن ګاز په اتيا افغانيو وړاندي کړي .
  دکابل ښار په اسمايي واټ کې داوبلن ګاز يوه پلورونکي وويل  څرنګه چې  دګازوعمده پلورونکو دهغو په بيه کي زياتوالى راوړى دى له دې امله دوى مجبور دي په ناڅيز لوړوالي سره يوه کيلوګاز له پنځه اويا څخه تر اتيا افغانيو پوري وپلوري .

داپه داسې حال کې ده چې دسوداګرى او صنايعو وزارت دنفتي توکو او داوبلن ګاز دتصدي رييس فريد الله شينواري دتيري چهارشنبي په ورځ وويل دلوى څارنوالۍ.،دسوداګرۍ او صنايعو وزارت له ارګانونو او دګازو دصادرونکي  خصوصي سکتور داستازو په ګډون يوه هئيت  دهيواد هغو بندرونو ته چې ګاز واردوى ځي چې کابل ته دهغو تر ليږدوني پوري دګازو بيه محاسبه او وټاکي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته