امنیت

په باميانوکې شپږ تنه د ورانکارو فعاليتونو په اړوند ونيول شول

کابل/ د لړم ١٤مه/ باختر
د باميانو پوليسو شپږتنه له ډار اچوونکو سره د همکارۍ په اړوند ونيول.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د باميانو پوليسو د ځواکونو په عملياتوکې چې د دغه ولايت د شېبر ولسوالۍ د ده او چقورک په کليوکې ترسره شول؛ شپږ تنه له ډار اچوونکو سره د همکارۍ په شک ونيول شول.
له نيول شويوکسانو څخه څو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبر له مخې: د خوست د امنيې قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت له باک ولسوالۍ څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکي کشف او ضبط کړل.
دغه راز پوليسو په غزني ښارکې د دوو بوشکه يي ماينونو د چاودنو مخه ونيوله.
پاى ذ
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته