کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٧
دهيواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم دآسيا دجنوب په سياليو کې دګډون لپاره تيارى
نيسي .
دهيواد د فوټسال فدراسيون دمطبوعاتو مسوول مرتضي دانش دباختر آژانس خبريال ته وويل : دهيواد دنجونو دفوټبال ملي ټيم له يوې اوونې راپه دې خوا دهيواد دفوټبال فدراسيون په لوبغالې کې خپل تمرينونه پيل کړي دي .
د دانش دڅرګندونوله مخې دسيف ګيم يا د آسيا دجنوب سيالۍ ټاکل شوې ده په نوې ميلادي کال کې د آسيا دجنوب د اتو هيوادونو په ګډون په پاکستان کې تر سره شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ