امنیت

په اوبى کې دپوځي عملياتو پيل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دهرات ولايت په اوبى ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شول په دغو عملياتو کې چې دامنيتي ځواکونو له خوا دهرات ولايت د اوبى ولسوالۍ دتګاب يارى په سيمه کې ترسره شو،يو طالب ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې د طالبانو پنځه موټر سايکلونه دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دغه راز سل ماينونه چې په امنيتي ځواکونو دبريد په مقصد چمتو شوى و کشف او شنډ کړى شول.
دهرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه عمليات د ډار اچوونکو دځپلو لپاره دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته