سیاست

دجمهور رئیس غني په حضور کې د کابل حلقوي او قیصار-لامان سړکونو د جوړېدو قرادادونه لاسلیک شول

کابلباختر د وږي د مياشتې٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمد اشرف غني  په حضور کې د کابل حلقوي او قیصار-لامان سړکونو د جوړېدو قرادادونه  په جلاجلا ډول لاسلیک شول.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
هغه مراسم چې په همدې اړه پرون په ارګ کې  د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې ترسره شول، لومړی د کابل حلقوي سړک د جوړېډو قرارداد د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسلامي پراختیایي بانک مرستیال ترمنځ لاسلیک شو.
د کابل حلقوي سړک ۹۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د دې پروژې ټول لګښت ۱۱۰ میلون ډالر اټکل شوی او د پنځو کلونو په موده کې به بشړ شي، د دې سړک په جوړېدو سره به سوداګریز ترانزیټ، ترافیکي مصونیت او امنیت ښه او د کابل ښار ګڼه ګوڼه کمه شي.
دا حلقوي سړک د هېواد د سړکونو د ملي شبکې مهمه برخه ده چې پلازمېنه په مستقیم ډول د عمده لویو لارو لکه کابل-کندهار، جلال اباد-مزار، کابل-لوګر او کابل-بګرام مسیرونو سره نښلوي.
وروسته د قیصار-لامان سرک د لومړۍ او دویمې برخې جوړېدو قرارداد د فوایدعامې وزارت سرپرست یمایاري او د ګټونکو بین المللي  هندي او چینايي شرکتونو استازو ترمنځ په جلا ډول لاسلیک شو.
دغه سړک ۸۲ کیلو متره اوږدوالې لري او کابو ۸۵ میلون ډالرو لګښت پرې راځي چې اسیایي پراختیایي بانک یې ورکوي او د څه کم درې کالو په موده کې به بشپړ شي.#
ختم –ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته