ټولنه

په سالنګ کې د واورې دښوييدو له امله درې تنه ووژل شول.

-کابل – باختر د سلواغې د مياشتې ٦
دسالنګ په لويه لاره کې پرون دسختې واورې د اوريدو او دواورې دښوييدو له امله درې تنه ووژل شول .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دسالنګ په شاول سيمه کې دواورې دښوييدو له امله دوو تيز رفتار موټرونه ټکر وکړ چې له امله يې ديوموټر درې تنه سپرلۍ ووژلې شوې او درې تنه نوريې ټپيانې شوې.
دامنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه :دسالنګ لاره دترافيکو پرمخ تړلې ده او نن هم دواورې سخت اورښت دوام لري.
د ده څرګندونو له مخې : دجنوبي سالنګ په سيمه کې دواورې پريړوالى يو مترو ٢٠ سانتي اټکل شوى دى
ده زياته کړه :- چې په خنجان ولسوالۍ کې په لسګونو موټرونه ولاړ دي.او هرکله چې دتوپان سختوالى کم شي او سړکونه پاک شي له دغې لارې مسافرينو ته دتګ راتګ اجازه ورکول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته