اقتصاد

دقلعه نو په خلکو روغتيايي اوبه ويشل کيږي

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
داوبو دازمايښت لومړنئ دستګاه نن دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا په رياست کې داستفادې وکړ وگرځيده.
دغه دستګاه په پرمختللو وسايلو اوسامان الاتوسره دروغتيايي   کيفيت له پلوه اوبه ازمايښت کوي  او د  نه استفادې موارد ورڅخه  تصفيه کوي.
دبادغيس ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس سيدرسول اکبري باختر اژانس ته وويل، دغه دستګاه دبادغيس په مرکز قلعه نو ښارکې دلومړي ځل لپاره داسپانيا دبيارغونې دولايتي ټيم له  خوا دسلوزرو ډالرو په لګښت درول شوي  اوفعاله شوې ده .
اکبري وويل ددغې دستګاه په فعالولو سره به خلک له روغتيايي اوبو څخه استفاده وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته