کابل باختر دزمري دمياشتې ٢ :
يوه نهه کلنه نجلۍ نن د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په ساحه کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ووژله شوه.
د کابل د ترافيکي پيښو د څيړنې آمر عبدالشکور صافي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن سهار د نهو بجو په شاوخواکې د بګراميو ولسوالۍ په ساحه کې رامنځته شوې ده.
يوه کرولا موټر يوه نهه کلنه نجلۍ ووهله او چلوونکى يې دپوليسو په بندکې دى.
ديوبل خبرله مخې:
يو اته کلن هلک د تايمنيو پروژې په ساحه کې له يوه موټر سره ټکر وکړ او سخت ټپي شو. د موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى او موټر د پوليسو ښارګوټي ته ليږدول شوى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ