کابل باختر د وري دريمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په نامه دهيواد دعدليې دوزير څارنپوه حبيب الله غالب دمړينې په خاطر د ډاډګيرنې اوخواخوږۍ پيغامونه رارسيدلي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې په پيغامونو کې ددې تر څنګ چې دارواښاد حبيب الله غالب دژوندانه له بيلابيلو اړخونواو صادقانه کار سره اړيکې نيول شوي دي دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوسجنت هيله شوې ده .
دغه پيغامونه دکاراوټولنيزو چاروشهيدانو اومعلولينو ، لوړو زده کړو او له نشه يي توکو سره دمبارزې دچارودوزارتونو اودځينو نورو بنسټنو دمشرتابه هئيتونو له خوا رارسيدلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ