نړۍ

په اندونيزيا کې سخته زلزله وشوه .

جاګارتا  دي نيوز انترنشنل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
د ريکتر په مقياس دشپږ اعشاريه يوې درجې په سختوالي  يوې زلزلې نن سهار
د اندونيزيا دجاوا تاپو ولړ ځاوه.
د دي نيوز انترنشنل ورځپاڼې د امريکا دځمکې پيژندنې ادارې له خولې خبر ورکړ چې دغه طبيعي ناتار دځمکې په درې اتيا کيلومترۍ  ژورتيا کې رامنځته  شوى دى او سيمه ييز خبر حايونه وايي چې دسونامي د احتمالي خطر شته .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :   تر اوسه پورې ددغې زلزلې له امله د  سر داوښتي زيان په باب خبرنه دى ترلاسه شوى .
داندونيزيا په سوماترا په ټاپو کې د ٢٠١٣ م کال دجولاى په   مياشت کې په ورته زلزله کې پنځه ديرش تنه  ووژل شول او په زرګونو تنه نور له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شول  چې  دسو ماترا زلزلې زيات مالي تاوان هم اړولې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته