ټولنه

د الوتنې بًرخه والو ته د خدمتونو دوړاندې کولو سيمينار جوړشو

کابل باختردليندۍ دمياشتې٣ نيټه :                                                                 
دالوتنې مسافرو ته د ښو خدمتونو دوړاندې کولو ترعنوان لاندې سيمينار نن دملکي هوايي چلند انستيتوت له خوا په  کابل کې جوړشو.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې سيمينارکې په هوايي ډګرونوکې مسافروته د ښو خدمتونو دوړاندې کولو او د الوتنوداطلاعاتو په باب  خبرې اترې کېږي.
ددغه سيمينار په پيل کې دملکي هوايي چلند دادارې عملياتي مرستيال کپتان غلام جيلاني وفا خبرې وکړې او ويې ويل ؛ دغه سيمينار د ولايتونو دهوايي  ډګرونو کارکوونکو ته جوړ شوى دى چې دوى  مسافرو ته له  موجودو امکاناتوڅخه په استفادې سره لازم خدمتونه وړاندې کړي.
ده د دغه شان سيمينارونو د جوړولوپه ارزښت ټينګاروکړ او زياته يې کړه چې دهوايي ترانسپورت استفاده کوونکو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په باب د هېواد د هوايي  ډګرونو د خدماتي برخې  دکارکوونکو پوهاوى زيات ارزښت لري.
دغه راز په دغه دوه ورځني سيمينارکې  په الوتنو پورې داړوندو اطلاعاتو او له هغو څخه داستفادې دلارو چارو په باب برخه والو ته معلومات ورکول کېږي.
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته