سیاست

اجراييه رييس: تر پايتخت پورې د مرکزي سيمو د لويې لارې نا امنيو ته پاملرنه کيږي

کابل باختر دتلي يوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله پرون په سپيدار ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې د ملي شورا له يوشمېر استازو سره وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دغو استازو په پايتخت پورې د مرکزي سيمو د لويو لارو نا امنۍ او ستونزې او په غور ولايت کې د عمومي لارې نا امنۍ او چلنجونه طرحه کړل او څرګنده  يې کړه چې په دغو لاروکې ډار اچوونکي سپرلۍ له موټرو څخه ښکته کوي او يرغمل نيسي او ددغه تګلوري سپرليو ته خوندي نه دي.
دوى په خپلو خبروکې دغې ستونزې ته دحکومت د بيړنۍ پاملرنې غوښتنه وکړه او د هېواد له اجراييه رييس څخه يې وغوښتل چې طرحه شوې انديښنې دې په خپله وڅيړي.
اجراييه رييس د ملي شورا د استازو د رپوټ او توضيحاتو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې په خپله دغه ستونزه څيړي او له ممکنو امکاناتو څخه په استفادې سره د دغو لارو ستونزې او نا امنۍ حل کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته