کابل باختر د لړم دولسمه :
دداعش دډلې يو قوماندان په کونړ ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شو .
په دغه جګړه کې دداعش دډلې څلور تنه غړي ټپيان شول .
درارسيدلو خبرونوله مخې، داعشيان تيره شپه د څوکۍ په ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و و چې بريد پرې وشو .
دکونړ دامنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځيانو په دغه بريد کې دداعش دډلې يو قوماندان ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده دداعش دډلې دوژل شوى قوماندان د هويت په باب څه ونه ويل .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ