نړۍ

په کراچي ښارکې يو ويشت تنه ووژل شول .

کراچي – باختر د مرغومي شپږمه:
دپاکستان په کراچي ښارکې پرون دقصدي وژنو او تاوتريخوالې له امله داهل سنت والجماعت په نامه د يوې مذهبي ډلې دشپږو تنو ساتونکو په ګډون، څه ناڅه يو ويشت تنه ووژل شول .
  د اهل سنت والجماعت  د ډلې يو مشر او ويندوى مولانا اورنګزيب  فاروقي او په ملګرو يې دکراچي ښار دګلشن اقبال په ناحيه کې د وسله والو کسانو له خوا بريد وشو چې له امله يې د ده دوه تنه شخصي ساتوونکي او دپوليسو څلور تنه  ساتوونکي  ووژل شول .
د اهل سنت والجماعت ډلې ددغه بريد له امله  نن  په کراچي ښار کې اعتصاب  او ماتم اعلام کړې دي .
  په دې بريدکې مولانا اورنګزيب ټپي شوى دى  او ډاکترانو روغتيايي حالت يې  مخ په ښه والې بللى دى .
  يرغلګر له سيمې  څخه تښتيدلى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته