خبرونهسیاستTOPټولنه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د چین له خوا له راستنو شویو افغانانو سره د ۱۰۰ میلیونه یان( د چین پیسې) د بشري مرستو په اولویت بندۍ، انتقال او د مرستو د وېش په میکانیزم خبرې وشوې او د چین سفیر ژاوشینګ وویل چې هېواد یې او افغانستان دوه دوست هېوادونه دي او د چین وګړي په هره ستونزه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

ورته مهال خلیل الرحمن حقاني د چین هېواد د مرستو څخه مننه وکړه او پرېکړه وشوه، چې د یادو شویو مرستو تخنیکي چارې به د بهرنیو او مهاجرینو چارو وزارتونو او د چین سفارت د یوې ګډې کمېټې له لوري پر مخ وړل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته