امنیت

دوه تنه ځانمرګي بريد ګر په بګرام کې ونيول شول .

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه :
دوه تنه ځانمرګي بريدګر چې دپاکستان اتباع دي پرون دامنيتي ځواکونو له خوا په پروان ولايت کې ونيول شول .
دپروان ولايت دهمغږۍ دمرکز قوماندان ډګروال الوزي احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ځانمرګي بريد ګر چې په يو فلانکوچ ډوله موټر کې سپاره  وو  دبګرام ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونودپلټنې په پوسته کې تر پوښتنې لاندې ونيول شول چې دوه تنه په تيښتې  بريالي شول او دوه تنه نور يې ونيول شول . دالوزي دڅرګندونوله مخې، دغو کسانو په لومړيو تحقيقاتو کې ويلي دي افغانستان ته دجهاد لپاره راغلي دي او پلان يې درلود چې دبګرام  دهوايي ډګر  په دروازه بريد وکړي .  دغه کسان په داسې حال کې نيول کيږي چې يوه ورځ  مخکې يو ډار اچوونکي ماين ښخوونکي هم په بګرام کې ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته