ورزش

دکرکټ ملي ټيم ددويم ځل لپاره دزمبابوې له تيم سره لوبه کوي

کابل باختر دچنګاښ  څليرويشتمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم به نن يوه پنځوس آوره لوبه دزمبابوې  له ټيم سره ترسره کړي
دهيواد دکرکټ بورد ويندوى فريد هوټک دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ، دهيواد دکرکټ  دملي ټيم ورزشکاران چې ديو لړ سياليو دترسره کولو لپاره په زمبابوې کې  دي  يوه ورځ مخکې يې يوه  يو ورځنۍ لوبه دزمبابوې له ټيم سره ترسره کړه چې دشپاړلسو منډو په توپير سره بريالي شول .
دغه راز دغه ټيم ټاکل شوې ده نن يوه بله پنځوس آوره لوبه له کوربه ټيم سره ترسره کړي .
دهوټک دڅرګندونو له مخې، ددغو دوو ټيمونو رسمي سيالۍ د روان ميلادي کال دجولاى دمياشتې په اتلسمه  نيټه  پيليږي  چې په دې پړاو کې  دهيواد دکرکټ ملي ټيم به  څلور يو ورځنۍ لوبه او دوه څلور ورځنۍ لوبه دزمبابوې له ملي ټيم سره ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته