کابل/ دلړم ٢٢ مه / باختر
٧ وسله وال طالبان پرون ماښام په بلخ کې له پوځيانوسره په جګړو کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چمتال او د چاربولک د ولسواليو په مربوطاتوکې له امنيتي اودفاعي ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو جګړو کې درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
ختم_ ج _اکرم