سیاست

د لیتوانیا نا استوګن سفیر جمهوررئیس غني ته خپل باورلیک وسپاره

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د لیتوانیا جمهوریت د نااستوګن سفیر رسکاس بیرنوتاس باورلیک ومانه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه مراسمو کې چې ارګ کې ترسره شول، د لیتوانیا جمهوریت نوي غیر مقیم سفیر خپل باور لیک جمهوررئیس غني ته وسپاره او د خپل هېواد د مشرتابه نیکې هیلې یې ورته وړاندې کړې. هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان او لیتوانیا ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي.
جمهوررئیس غني له افغانستان سره د لیتوانیا له همکاریو څخه په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو او اړیکو په لا پراختیا ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د لیتوانیا نوي سفیر ته د نوي ماموریت مبارکي ورکړه او په ورسپارل شویو دندوکې يې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
هغه وویل، لیتوانیا په بېلابېلو ډګرونو په ځانګړي ډول د الکترونکي حکومتولۍ په برخه کې رغنده تجربې لري، غواړم د افغانستان تخنیکي ټیم د همکارۍ زمینو سنجولو او د لیتوانیا له تجربو څخه د استفادې په خاطر دغه هېواد ته سفر وکړي.
د لیتوانیا نااستوګن سفیر جمهوررئیس غني ته په دغو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ ويې ویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د تخنیکي ټیم کوربه شي او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د الکترونیکي حکومتولۍ برخه کې ورسره خپلې تجربې شریکې کړي #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته