امنیت

دتيلو په ټانکر کې دمقناطيسي ماين ځاى پرځاى کول داور لګيدنې سبب شول

کابل باختر دچنګاښ  څوارلسمه :
دکابل دپوليسو يو ه مقام  دکابل دارغندي په سيمه کې  داور لګيدنې  پيښه دتيلو په دوو ټانکرونو کې دمقناطيسي  ماين دځاى پرځاى کولو زيږنده بولي.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس ګل  اقا هاشمي دباختراژانس  خبريال ته وويل:  دکابل دارغندي  په سيمه کې اور لګيدنه دتيلو دڅو ټانکرونو دويجاړيدو  سبب شوې ده .
ده داور لګيدنې  علت  دمقناطيسي  ماين دځاى پرځاى  کولو زيږنده  وباله.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس زياته کړه. لومړني  څيړنې ښيي  چې څه ناڅه په دوو ټانکرونو کې مقناطيسي  ماين ځاى پرځاى شوي وو.
  دغه ټانکرونه له ميدان وردګو  څخه کابل ته راغلي  وو اوس دتحقيق  يو ټيم په سيمه کې دى .
  ده دمالي تاوانونو او دسردزيانونو په باب  بي خبري  څرګنده کړه او ويې ويل  له اور وژنې سره سم به دغه مسئله  روښانه شي .
ده دغه ادعا چې ګڼې دغه ټانکرونه دوسله والو مخالفينو دتوغنديو دلګيدو له امله سوځيدلي دي رد کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته