کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دفراه ولايت دوګړنيو پوليسو مرستيال دناپيژاندو وسله والو کسانو په بريد کې ټپي شو .
دفراه ولايت امنيه قوماندان جنرال توريالى عبدياني دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دفراه ولايت دوګړنيو پوليسو مرستيال محمدعيسي تيرماښام د باغ کافي سيمې ته څيرمه کله چې په ګزمې بوخت و ، دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد وشو او ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې يرغلګر له دغې پيښې وروسته له ساحې څخه تښتيدلى دى .
خبرځاى زياته کړه چې تراوسه پورې ددغې قضيې په تور څوک نه دى نيول شوى او دقضيې دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ