امنیت

شپږ تنه وسله وال مخالفين په لغمان ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر د لړم  پنځه ويشتمه :
دملي اردو ځواکونو نن دلغمان په ولايت کې  دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل او يوتن بل يې ونيوه .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ترسره کړل چې له امله يې  شپږ تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن يې ونيول شو . او يوتوغندى ويشتوونکى اولس ميله  سپکه وسله ترلاسه شوې ده .
دغه راز دوه تنه ماين ښخوونکي چې غوښتل يې  دکابل ولايت دبګراميو ولسوالۍ په سړک کې  ماين ښخ کړي  ماين هدف ته له رسيدومخکې وچاوديد او دوى وژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته