امنیت

په جوزجان کې پوليسو ۷۵ ليتره شراب ترلاسه کړل

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د جوزجان پوليسو نن په دوو جلاجلا عملياتو کې يوه اندازه الکولي مشروبات او د شرابو د جوړولو وسايل کشف او ترلاسه کړل.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير باختر آژانس ته وويل چې پوليسو د دغو عملياتو په بهير کې د استوګنې له دوو کورونو څخه ۷ من تخمير شوي مميز او۷۵ ليتره شراب د شبرغان ښار په يکه باغ کلي کې د شرابو د جوړولو له وسايلو سره کشف او ضبط کړل.
خبرځاى زياته کړه چې د دې قضيې په اړوند يو تن نيولی دى.
د يو بل خبر له مخې:
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو تېره شپه دوه کيلوګرمه هيرويين او شيشه ډوله نشه یي توکي د شبرغان په سلطان کوټ پوسته کې کشف کړل او لېږدونکى يې ونيو.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته