فرهنګ

په جوزجان کې د فرهنګي میراثونو پر ساتنې ټینګار وشو

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
د فرهنګي میراثونو د ساتنې ملي ورځ په جوزجان کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې د دغه ولايت د کنفراسنونو په تالار کې جوړه شوه؛ د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیداحمد حسن احمدپور او يو شمېر نورو فرهنګيانو د تاريخي آثارو او فرهنګي میراثونو د ارزښت او د هغو په ساتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نوې تګلارې او د جمهوررييس د پاملرنې په اړوند خبرې وکړې او یو شمېر ګډونوالو خپلې علمي او څېړنیزې مقالې ولوستلې.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له مسوولینو وغوښتل چې د ملموسو او غيرملموسو فرهنګي میراثونو ساتنې ته زياته پاملرنه وکړي ترڅو د هغو فرهنګي آثارو ساتنه وشي چې د یو ملت ملي، فرهنګي او تاریخي هویت دی.
د جوزجان د فرهنګ او ګرځندوى آمر کرامت الله عزیزي وویل چې همداوس د طلاتپې په ګډون ۴٣ تاریخي آبدې په دې اداره کې ثبت او راجستر دي چې له هغې جملې څخه ۵ يې په فرهنګي میراثونو کې شامل شوې دي.
هغه زیاته کړه چې طلاتپه، قلعه چغچي، د خواجه ماهي پز آرامګاه، خانقا او د خلیفه عبدالمالک جومات او لرغونې ساحې د هوا د شرایطو او د تاریخي ساحو د غصب په دلیل د ويجاړېدو په حال کې دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته