کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٠ :
د ملي شورا د مشرانو جرګې د رييس فضل الهادي مسلميار له خوا د ٢٠١٥ عيسوي کال د را رسيدو له امله دامريکا د متحده ايالاتو، ايټاليا، جاپان، هندوستان، کاناډا، اسپانيا، استراليا او د پاکستان د سنا د مجلسونو د رييسانو او د ډنمارک، فنلند او د ناروې د پارلمانونو د رييسانو په نامه د مبارکۍ جلاجلا پيغامونه ليږل شوي دي .
دغه راز د مشرانو جرګې د رييس له خوا د چين د ولسي جمهوريت د ملي کنګرې د رييس ، دترکيې دملي شور ا د رييس، د بريتانيا د مشرانو مجلس د رييس ، د جرمني د فدرالي شورا د رييس او د روسيې د فدراتيف د فدرالي شورا د رييس په نامه د مبارکۍ ورته پيغامونه ليږل شوي دي.
په پيغامونوکې د لوى خداى ( ج ) له دربارڅخه نوى کال د نړۍ د ملتونو لپاره د سولې، نيکمرغۍ او د برابرى کال هيله شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل