سیاست

داطلاعاتو او فرهنګ او دعدليې وزارتونو ته نوماندان معرفي شول .

کابل باختر دسلواغې اوومه :
دبهرنيو چارو او دکورنيو چارو دوزارتونو نوماندانو خپل کارى پروګرامونه ولسي جرګې ته بيان کړل . 
دباختراژانس دخبر له مخې، له هغه وروسته چې ولسي جرګې په علني راى اخيستنه کې دکورنيو  چارو او دبهرنيو چارو دنوماند وزيرانو ددويم تابعيت لغوه کيدل درايو په اکثريت تاييد کړل دبهرنيو چارو وزارت نوماند صلاح الدين رباني او دکورنيو چارو وزارت نوماند نور الحق علومي خپل کاري پروګرامونه دولسي جرګې غړو ته بيان کړل او دملت داستازو پوښتنو ته يې ځواب ووايه  .
مخکې له دې دجمهوري رياست دويم مرستيال  قانونپوه  سروردانش  دجمهور رييس محمد اشرف غني له حکم سره سم داطلاعاتو او فرهنګ او دعدليې دوزارتونو نوماندان دولسي جرګې  غړو ته معرفي کړل .
دجمهور رييس له حکم سره سم عبدالباري  جهاني داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دنوماند او نجيب اقا فهيم دعدليې وزارت دنوماند په توګه معرفي شول .
ټاکل شوې ده ددوى دتحصيلي سندونو او دنورو لازمومدارکو له څيړنې وروسته دوى په راتلوونکې اوونۍ خپل کاري پروګرامونه ولسي جرګې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته