امنیت

په روزګان کې دپوځيانو دبريد له امله دشپاړلسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

-کابل باختر دکب شپاړلسمه :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه دترينکوټ ښار په مربوطاتو کې ددوى په مرکزونوکې  بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې  دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دغو هوايي اوځمنکنيو بريدونو  کې دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون شپاړلس  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغو بريدونوکې دطالبانو دډلې دوه مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په روزګان  کې ديولړ چاودنو مخه  ونيول شوه
امنيتي مامورانو نن سهار دروزګان ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته