کابل باختردکب دمياشتې ٣ :
دملي امنيت د ادارې خبرځايونه وايي: شپاړلس تنه په بغلان ولايت کې دتروريستي فعاليتونو په تور له وسلو سره ونيول شول.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو شپاړلس تنه تروريستان له دريوکلاشينکوفونو ، اووه ماينونو ، يو ځانمرګې واسکټ او دوو لاسي بمونوسره، دبغلان ولايت د ډنډ غوري اونهرين د ولسواليو د شکرې د فابريکې، رباطک دښتې او دپلخمري ښار له مربوطاتو څخه ونيول.
نيول شوي کسان په تروريستي، ورانکارو ، شوکماري، ماين ايښودونو، دخلکو د ځورونې او د عشر اوزکات د راټولولو په فعاليتونو بوخت وو.
نيول شويوکسانو د تحقيقاتو په بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړي دي.
د يوبل خبرله مخې : دملي امنيت د لوى رياست موظفينو د٧٦ ملي متري توپ ٣٤ ګولۍ او د ډول ډول وسلو په سلګونو ګولۍ يې دبغلان ولايت له مربوطاتو څخه ترلاسه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل