اقتصاد

د اوو مليونو ډالرو په لګښت په هېوادکې د سمسورتيا پروګرامونه عملي کيږي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٧
د هېواد په اوولسو ولايتونوکې د ښوونځي او کورنۍ د باغچو جوړولو د پروژې کار نن پيل شو.
په دې پروژه کې د اوومليونو امريکايي ډالرو په لګښت ١٧ زره ٣٠٠ کورنۍ باغچې، د ښوونځي باغچې او ٣٧٠ سمبالې سړې خونې د هېواد په اوولسو ولايتونوکې جوړيږي.
د باختر آژانس خبريال خبر ورکړ :
دغه پروژه د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د پوهنې وزارت په همکارۍ دکابل په ديارلسو ښاري ناحيو او لسو ولسواليوکې پيل شوه .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله په غازي ليسه کې جوړه شوه، دکرنې او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير وويل: دغه پروژه په روان کال او راتلوونکي کال کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت يوه مهمه پروژه ده چې هدف يې په ښاري او نيمه ښاري کورنيوکې خوراکي مصنونيت، اقتصادي وده، د کار د زمينو برابرول او د خوړو د حالت ښه والى دى .
ده زياته کړه: دغه پروژه په دوو کلونوکې د هېواد په څلور ديرشو ولايتونوکې تطبيقيږي .
اسدالله ضمير څرګنده کړه: دغه پروژه په روان کال کې اوولس ولايتونه کابل –بغلان، پنجشير، بدخشان، ننګرهار، تخار، سمنګانو، پروان، هرات، کونړ، دايکنډي، بادغيس، غور، باميانو، کندز او غزني په ولايتونوکې تر پوښښ لاندې راځي .
ده وويل: په دغو پروژوکې ١٧ زره ٣٠٠ کورنۍ باغچې، د ښوونځي ٢٠٠ باغچې او٣٧٠ سړې خونې چې د قطره يي خړبولو په سيستم سمبالې وي؛ جوړيږي.
ده زياته کړه: په روان کال کې د هېواد په اوولسو ولايتونوکې اوولس زره درې سوو تنو ښحو ته د خوراکي توکو د پروسس، دڅلور سوه اووه ديرشوکڅوړو ويشل هم د دغې پروژې پروګرامونه دي .
دغه راز د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي د کرنې او اوبو لګولو وزارت د دغه پروګرام له امله مننه وکړه ويې ويل: موږ خوشحاله يو چې دغه پروژه له ښوونځي څخه پيليږي او دغه پروژه کولاى شي د ښوونځيو زده کوونکو ته د ذهنيت ورکړي چې د نيالګيو او د ګلانو د بوټو او په خپلو ښوونځيو او کورونوکې او د خپلې ټولنې او ژوندانه چاپيريال د سمسورتيا په رامنځته کولوکې فعاله برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته