کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي حواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو مهم قوماندان په ګډون ٦ تنه طالبان ووژل شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو تېره شپه د مارجې په ولسوالۍ بريد وکړ چې د دوى ترمنځ د نښتې سبب شو.
خبرځاى وويل چې په دې جګړه کې د ملا سلام په نامه د طالبانو د ډلې د يوه مهم قوماندان په ګډون ٦ تنه طالبان ووژل شول.
ده زياته کړه چې هوسا ځواکونه تېره شپه د مارجې ولسوالۍ ته ورسيدل او په ډير لنډ ممکن وخت کې به امنيتي حالت بدلون ومومي.
0 1 دقیقه لوستل