امنیت

په لغمان کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر دوري شلمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې  په نويو نښتو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن له غرمې مخکې دمهترلام  _  اليشنک په لويه لاره کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
دلغمان ولايت دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په موټرسايکل  سپرو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل دملکي وګړو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړي دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته