کابل – باختر دکب دمياشتې ٢١
دباميانو دولايتي شورا دنوماندانو انتخاباتي مبارزې پرون پيل شوې.
سره له دې چې دافغانستان په کچه دغه مبارزې څو ورځې مخکې په رسمي ډول شوې دي . خو په باميانو کې دولايتي شورا نوماندانو پرون دخپلو پوسترونو او تصويرونو په ځړولو سره خپلې مبارزې پيل کړې.
په باميانو کې دمدني ټولنې غړي اسميعل ذکي وويل خلک دولايتي شورا له نوماندانو څخه هيله لري چې په خپلو انتخاباتي مبارزو کې دې ددغه ولايت دخلکو دستونزو دحل کولو په خاطر هر اړخيز پروګرامونه بيان کړي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ