امنیت

شپږ تنه ملکيان په بغلان کې شهيدان شول .

کابل / دلړم ١٣مه / باختر :
دپنځو تنو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکيان نن سهار په بغلان کې  شهيدان شول .
دبغلان دعامې روغتيا رياست وياند عبدالله  ملنګ باختراژانس ته وويل چې دغه کسان هغه وخت  شهيدان شول چې ددوى دسپرلۍ موټر دپلخمري ښار ته څېرمه دبالادورې ښوونځي په ساحه کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت . هغه زياته کړه چې په دغه چاودنه کې پنځه ماشومان او يو سپين ږرۍ شهيدان اوشپږنور ماشومان ټپيان شول .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر  سمونيار نقيب الله يوسفي وايي چې دغه پېښه  دطالبانو ترکنترول لاندې سيمه کې رامنځته شوې ده .
ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته