سیاست

د انجنیر محمد خان پېغام

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣ مه
د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمد خان پېغام
د ډېرې د خوښۍ ځای دی چې د کرکټ ملي لوبډله له پرلپسې بریالیتوبونو وروسته په رسمي ډول د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC ( بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.
زموږ لوبډلې د څو کلونو اوږد مزل د سختو حالاتو او مالي ستونزو سره سره په ډېرې چټکۍ ترسره کړ او دايې وښوده چې زموږ ځوانان په هر ډول حالاتوکې د خپلو اهدافو تر لاسه کولو شهامت لري.
د کرکټ ملي لوبغاړي په نړۍ کې د افغانستان د بیرغ او نوم ځلولو ترڅنګ د ولس او خلکو د خوښۍ او یو موټي کیدو سبب وګرځیدل او ولس ته يې په هر ډول حالاتو کې د خوښۍ احساس وباښه.
د کرکټ په نړیواله شورا کې بشپړ غړیتوب د افغان کرکټ بورډ او ملي لوبډلې مسوولیتونه لا پراخوي؛ کرکت بورډ باید په پوره مسلکي توب، ملي روحیه د ویاړلې ملي لوبډلې چارې سمبال کړي او ملي لوبډله د یوې نړیوالې او مطرح لوبډلې په توګه خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
حکومت به د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د سپورت او ورزش په برخه کې تل د ځوانانو ملاتړ وکړي او هڅه به وکړي چې نړۍ ته د ځوانانو پر مټ د سپورټ له لارې د افغانانو د سولې او ورورولۍ پېغام ورسوي.
د کرکټ په نړیواله شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مبارکي د کرکټ ملي لوبغاړو، د کرکټ بورډ مسوولینو، ، د کرکټ  مینه والو او د هېواد ټول ولس ته وړاندې کوم او له ملي لوبغاړو یو ځل بیا مننه کوم چې هېواد ته يې په سپورټي برخه کې نه هېریدونکې هلې ځلې کړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته