سیاست

سترجنرال عبدالرشيد دوستم په کابل کې د چين له سفير سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال الحاج ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن مازيګر په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير ښاغلي دينګ شي جون سره په کتنه د چين د ولسي جمهوريت، د پاکستان د اسلامي جمهوريت او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ د دوستانه اړيکو ټينګښت او له يوبل سره د دغو هيوادونو د همکارۍ د پراختيا په سيمه کې د سولې او ټيکاو د تامينولو يوه مهمه مولفه وبلله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د صدرات په ماڼۍ کې ترسره شوه؛ دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د افغانستان د بيارغاونې او جوړولو او د دغه هيواد د ځوانانو د روزنې په لاره کې د چين د ولسي جمهوريت د مرستې او همکارۍ له امله مننه وکړه او د چين د ولسي جمهوريت له سفير څخه يې وغوښتل چې سلامونه يې د خپل هيواد جمهور رييس، د جمهوري رياست مرستيال او خلکو ته ورسوو.
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال دغه راز د روغتيا او زموږ خلکو ته د ټولګټو او روزنيزو پروژو د جوړولو په برخوکې هم د چين د ولسي جمهوريت د همکاريو له امله له دغه سفير څخه مننه وکړه .
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال زياته کړه چې سوله د افغانستان د خلکو ډيره ستره اړتيا ده او هيله لرم چې د چين ولسي جمهوريت په دې برخه کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره مرسته وکړي.
دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال وويل: له بده مرغه افغانستان د دريو لسيزو جګړو له امله زيات زيانونه ليدلي دي او زموږ هيواد د وسله والو ډلو او د پوځيانو د جګړې په ډګر بدل شو چې دې کار زموږ له ځوانانو څخه د زده کړې او تحصيل فرصتونه واخستل او اوس موږ دې ته اړتيا لرو چې زموږ ځوانان په ټولو برخو کې په زده کړې او تحصيل لاس پورې کړي چې خپل هيوادته تکړه کادرونه رامنځته شي او د هيواد په بياجوړولو او ودانولوکې ونډه واخلي.
دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د امنيت، مسلکي کادرونو، درسي موادو او د ليليو نشتوالي د افغانستان د پوهنتونونو او ښوونځيو د محصلانو او زده کوونکو د نن ورځې يوه مهمه ستونزه وبلله او څرګنده يې کړه چې د چين ولسي جمهوريت کولاى شي په دغو برخوکې هم زموږ له خلکو سره مرستې وکړي.
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال يادونه وکړه چې په افغانستان کې د بد امنۍ ستونزه د طالبانو د شتون له پلوه ده چې د القاعده، داعش او د نورو نومونو د القابو تر پوښښ لاندې فعاليت کوي او تل د خلکو د وژنې او د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ په کارکې بوخت دي.
د جمهوريت رياست سرپرست او لومړي مرستيال ټينګار وکړ چې دوى نه يواځې زموږ د خلکو دښمنان دي؛ بلکې د چين د ولسي جمهوريت په ګډون د سيمې هيوادونو ته هم ستونزې پيدا کوي، ځکه هغوى په سيمه کې تروريزم رواجوي .
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د هيواد په شمال کې د مسو او د تيلو د رايستلو پروژې د افغانستان مهم اقتصادي پروګرامونه وبلل او يادونه يې وکړه چې دغه پروژې کولاى شي د افغانستان د اقتصادي ودې او زموږ خلکو ته دکار موندلو موجبات برابر کړي، خو يوه موده کيږي چې د دغو پروژو کار ځنډيدلى دى چې هيله لرم جناب سفير دلايل يې څرګندکړي .
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال دغه راز وويل: که چيرې د بد امنۍ دلايل د دغو پروژو د تعطيل موجبات شوي دي؛ د افغانستان دولت به د هغو د ډاډمن امنيت د تامينولو لپاره خاصې قطعې جوړې کړې چې د هغو چينايي ماهرانو او کارپوهانو انديښنه چې په دغو پروژوکې به کار وکړي؛ لرې شي.
په دې کتنه کې په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير ښاغلي دينګ شي جون په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو په مناسبت د دغه هيواد د جمهور رييس د مبارکۍ مراتب د جمهوري رياست سرپرست او مرستيال ته څرګندکړل او ويې ويل: هيله لري چې دغه حکومت د افغانستان د خلکو لپاره نوى پړاو وي او په دې پړاوکې زموږ د هيوادونو ترمنځ د همکارۍ او مرستې کچه لوړه شي.
ده دغه راز هيله وکړه چې د افغانستان د دولت نوې کابينه ډير ژر معرفي شي او يادونه يې وکړه چې تروريزم زموږ د هيوادونو ګډ دښمن دى ځکه موږ هم له دې پلوه په خپل هيوادکې يو لړ ستونزې لرو.
د چين سفير زياته کړه چې د چين ولسي جمهوريت ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي څرګندوى دى؛ د دې سبب شو چې په بېلابېلو برخوکې د دواړو هيوادونو ترمنځ يو لړ قراردادونه او موافقه ليکونه لاسليک شي او هم په سفرکې د چين جمهور رييس له افغانستان سره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه کړې ده چې له دې جملې څخه د چين د٣٤٠ مليونو ډالرو مرسته چې تر ٢٠١٧ ميلادي کال پورې ترسره کيږي او د افغانستان ځوانانو ته د ٥٠٠ تحصيلي بورسونو ورکول دي.
ده دغه راز د روغتونونو او د اوسپنې د پټليو د جوړولو، انرژۍ او اوبو په برخوکې د خپل هيواد د همکاريو او د افغانستان د کرنې، اکاډميکي تعليماتو او په پوځي او ملکي برخوکې هم د مرستې ژمنه وکړه.
په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير د لوګر د عينکو د مسو د کان د پروژې د کار د ځنډيدو دليل، د افغانستان د خلکو د دښمنانو د راکټي بريدونو دوام، د عينکو د مسو د اکتشافاتو په ساحه کې د لرغونو آثارو شتون، تخنيکي ستونزې او د ځينو لازمو کيمياوي موادو نشتوالي وباله.
ده دغه راز د آمو سيند د حوزې د نفتي پروژې د تحقق لپاره د کار د ځنډيدو دليل په افغانستان کې د تيلو د پروسس ستونزه وبلله او ويې ويل: که چيرې دغه بهير مو د ازبکستان په هيوادکې تعقيب کړى واى؛ موږ ته ګران تماميده. له دې امله د افغانستان جمهور رييس د چين ولسي جمهوريت ته په خپل سفرکې د ٦٠٠ مليونو ډالرو په ارزښت له دوو چينايي شرکتونو سره قراردادونه لاسليک کړل چې په افغانستان کې لازم ماشين آلات ځاى پرځاى کړي چې دغه ستونزه په بنسټيز ډول حل شي.
په دې کتنه کې د چين د ولسي جمهوريت سفير د سرو زرو يو ساعت د سوغات په ډول د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال ته ورکړ چې د کور وداني په ويلو سره ومنل شو.
په مقابل کې د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال هم د افغانستان د صنعت کارانو له خوا جوړ شوي سوغات چې له مرمر ډبرو څخه جوړ شوى و؛ د چين سفير ته ورکړ.
په پاى کې د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال په افغانستان کې له پانګونې سره د ځان او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت ملاتړ څرګند کړ او زياته يې کړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا زموږ په هيوادکې پانګې اچوونکو ته لازم امنيتي تدبيرونه او خدمتونه په پام کې نيول شوي دي.
د يوبل خبرله مخې: د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال ستر جنرال عبدالرشيد دوستم نن ماښام ميرمن ريزه ګل چې په فراه ولايت په يوه امنيتي پوسته کې له يرغلګرو طالبانو سره په مقابل کې ځلانده کارنامه پريښې وه؛ له ميړه او زوى سره يې حضور ته ومنله او د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ د ډګر د اتلې ملالۍ مډال ورته ورکړ.
په دې کتنه کې چې د فراه ولايت سرپرست محمدعمر شيرزاد هم حاضر و؛ د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال ميرمن ريزه ګل د افغانستان د خلکو يوه اتله وبلله او زياته يې کړه چې دا کولاى شي د افغانستان د ټول افغان ښځو لپاره مناسب الګو وي؛ ځکه هغه د ميړانې او متانت ښه بيلګه ده.
دجمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د ميرمن ريزه ګل د ځوان زوى د شهادت په مناسبت چې له طالبانو سره په مبارزه کې شهيد شوى دى؛ دې او د دې ميړه او زوى ته د ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال دغه راز د ميرمن ريزه ګل او د هغې د ميړه ميړانه او زړورتيا چې د پوليسو يو افسر دى؛ وستايلې او ويې ويل چې د افغانستان ميړني خلک هيڅکله د خپل هيواد زړه ورې ښځې او نارينه نه هيروي.
د دغې کتنې په بهيرکې د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال يوه اندازه نغدې پيسې هم د مرستې په توګه ميرمن ريزه ګل ته ورکړې.
په دې کتنه کې ميرمن ريزه ګل د استوګنځي د نه لرلو له پلوه خپلې ستونزې د جمهوري رياست له سرپرست او لومړي مرستيال سره طرحه کړې.
د جمهوري رياست سرپرست او لومړي مرستيال د فراه ولايت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د استوګنځي د جوړولو لپاره دې په يوه مناسب ځاى کې يوه نمره ځمکه د دې او د دې د کورنۍ په واک کې ورکړي.
ختم-ع-حامد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته